په بلخ ولایت کې سرچینې وایي چې یو ځوان د حیرتان په سوداګریز ښارګوټي کې د وسلهوالو غلو له لوري وژل شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه ځوان سلیم نومېده او پرون (دوشنبه، ۹ د وږي) د بلخ ولایت د حیرتان په سوداګریز ښارګوټي کې د ډزو له امله وژل شوی دی.
سلیم ته نږدې سرچینې وایي چې وسلهوالو غلو د هغه موټر هم غلا کړی دی.
په بلخ کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې وژنې په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو له لوري د امنیت د ټینګښت له ادعاوو سره سره، د وژنې، تښتونې او وسلهوالو غلاوو په څېر جنایي پېښې لا هم دوام لري.
