جرمني ۲۲ تنه افغان پناهغوښتونکي، چې جرمي سابقه یې لرله، کابل ته ستانه کړي دي.
د دویچهوېله د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت نن (سېشنبه، ۱۰ د وږي) د دغو کسانو د ایستلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هغوی په یوه چارټر الوتکه کې د افغانستان پلازمېنې کابل ته انتقال شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې ایستل شویو کسانو په دغه هېواد کې د وژنې، قصدي وژنې د هڅې، غلا، مسلکي غلا، د زور له لارې باج اخیستنې، د سختو بدني زیانونو اړولو او قصدي اورلګونې په څېر جرمونه ترسره کړي وو.
جرمني تر دې وړاندې هم په څو الوتنو کې هغه افغان پناهغوښتونکي افغانستان ته شړلي چې جرمي سابقه یې لرله.
د دغو کسانو د ایستلو وروستۍ الوتنه هم یوه اوونۍ وړاندې ترسره شوې وه.
جرمني تر اوسه ۲۵۰ افغان وګړي، چې ډېری یې جرمي سابقه لري، افغانستان ته شړلي دي.
د جرمني فدرالي کورنیو چارو وزارت د جون میاشتې په نیمایي کې ویلي وو چې غواړي د جرمي سابقې لرونکو افغان وګړو د ایستلو لړۍ پراخه کړي. ویل کېږي چې د طالبانو اداره د دغو کسانو د ایستلو په برخه کې له جرمني حکومت سره همکاري کوي.
د جرمني حکومت تل ټینګار کړی چې له طالبانو سره اړیکې یې په «تخنیکي کچه» دي او د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.
د افغان مجرمینو د ایستلو د بهیر پراخول د جرمني د مسیحي او سوسیال دموکرات ګوندونو د ائتلافي حکومت له اعلان شویو موخو څخه یوه ده.
