د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې په جلالاباد ښار کې ۲۶ روغتیايي مرکزونه د روغتیايي معیارونو د نه مراعتولو او د فعالیت د اړینو اسنادو او مسلکي کارکوونکو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند، نقیبالله، نن (چهارشنبه، ۱۵ د تلې) ویلي، چې د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې لپاره ټاکل شویو ټیمونو د جلالاباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې د غاښونو کلینیکونه، لابراتوارونه، د واکسین او راډیولوژۍ مرکزونه ارزولي دي.
د نوموړي په وینا، په دې لړۍ کې ۱۹ د غاښونو کلینیکونه، شپږ لابراتوارونه او یو د راډیولوژۍ مرکز د اسنادو او مسلکي کسانو د نشتوالي، د حفظالصحې او نورو روغتیايي معیارونو د نه مراعتولو له امله مهرولاک شوي دي.
نوموړي ویلي چې د یادو مرکزونو بېلابېلې برخې د عامې روغتیا د اصولو او ټاکل شوي چکلېست له مخې ارزول شوې او د موجودو نیمګړتیاوو په اړه یې مسوولینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې شوې دي.
د هغه په وینا، له تړل شویو مرکزونو څخه رسمي تعهد لیکونه هم اخیستل شوي او مسوولینو ته یې سپارښتنه شوې چې خپلې نیمګړتیاوې حل کړي.
د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه مرکزونه به له نیمګړتیاوو تر لرې کولو وروسته د بیا فعالیت اجازه ترلاسه کړي.
په افغانستان کې اوس هم په ډيرو سيمو کې په غيري مسلکي ډول روغتيايي خدمتونه ترسره کيږي.
