کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په شلتن ولسوالۍ کې یو کس خپل ورور په ډزو وژلی.
سرچینې ویلي، وژل شوی کس «میثل خان» نومېږي او دا پېښه تېره ورځ (سېشنبه، ۱۴ د تلې) مازیګر مهال د شلتن ولسوالۍ په بر کلي کې رامنځته شوې.
سرچینه وایي، د دواړو وروڼو ترمنځ د خپلمنځي کورنۍ ستونزې له امله لفظي شخړه په فزیکي شخړه بدله شوې، چې په پایله کې «میثل خان» د خپل ورور له لوري د تفنګچې پر مټ په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې قاتل له سیمې تښتېدلی.
تر اوسه د یادې پېښې په تړاو کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کورني تاوتریخوالي، خپلمنځي شخړو او جنایي جرمونو ګراف لوړ شوی.
