اوچا: په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ پروژې مالي ملاتړ ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د جګړو پاتې شوي چاودېدونکي توکي لا هم د خلکو لپاره ورځنی ګواښ دی او د خلکو د ژوند د خوندي کولو لپاره د ماین‌پاکۍ پروژو دوامدار مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

اوچا نن (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر پایه پورې د تېرو جګړو د پاتې شویو چاودېدونکو توکو د چاودنو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان وو.

دغه بنسټ ویلي، سره له دې چې د خطر کچه لوړه ده، خو په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ پروژو مالي ملاتړ کم شوی دی.

د اوچا د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د «بشري مرستو د پلان» له مخې د اړتیا وړ ۱۴.۵ میلیونه ډالرو له ډلې یوازې ۴.۳ میلیونه ډالر برابر شوي او په دې برخه کې ۱۰.۲ میلیونه ډالره بودیجوي کسر موجود دی.

د اوچا د دفتر غړې اولګا چرفکو وايي: «افغانستان داسې ځمکې لري چې ظاهراً عادي او خوندي ښکاري، خو د ځمکې لاندې یې داسې توکي پټ دي چې ښايي د مرګ یا د بدن د غړو د پرې کېدو لامل شي.»

د نوموړې په وینا، ښايي دغه خطرناک توکي څو لسیزې وړاندې او یا هم په دې وروستیو کې ځای پر ځای شوي وي.

مېرمن چرفکو د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د ۱۹۸۰مې لسیزې د یوه بم د کنټرول شوې چاودنې په عملیاتو کې د ګډون پر مهال ویلي، چې دغه بم د شنډولو دوه ورځې مخکې د سیمې یوه اوسېدونکي موندلی و.

هغې په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ ټیمونو د فعالیت دوام «ډېر مهم» بللی او ویلي یې دي، چې دغه ټیمونه د خلکو د خوندیتوب لپاره په ټول هېواد کې د څو لسیزو جګړو پاتې شوي چاودېدونکي توکي مومي او شنډوي.

چرفکو په هغه تصویري راپور کې چې اوچا خپور کړی، ویلي چې د ماین‌پاکۍ پروژو د مالي ملاتړ کمېدل په دې معنا دي چې خلک اړ کېږي له داسې ګواښ سره ژوند وکړي چې په سترګو یې نه شي لیدلی.

نوموړې ټینګار کړی: «د دې لپاره چې هر بزګر وکولای شي په ډاډه زړه پر خپلو ځمکو قدم ووهي او ماشومان په خوندي چاپېریال کې لوبې وکړي، دوامدار ملاتړ ته اړتیا ده، څو د جګړو ټول پاتې شوي ناچاودېدونکي توکي پاک شي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته