د ایران په تایباد کې د افغان کډوالو د لېږد یوه موټر د چپه کېدو له امله څلور کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د تایباد د روغتیا او درملنې شبکې مدیرې سودابه نکوهی ویلي، چې دا پېښه نن (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) سهار وختي د کرات له کلي څخه د تایباد پر لور په غځېدلې لاره کې رامنځته شوې ده.
د نوموړې په وینا، د «تیبا» موټر، چې نهه افغانان پکې سپاره وو، په ناامنه شرایطو کې له پېښې سره مخ شوی دی.
هغې ویلي، په دې ترافیکي پېښه کې دوه افغانان په ځای کې مړه شوي او دوه نور له روغتون ته تر لېږد وروسته د خپلو ټپونو د شدت له امله مړه شوي دي.
نوموړې ویلي، د پېښې پنځه ټپیان د تایباد ښار په روغتون کې بستر دي او د درملنې بېلابېلې چارې یې روانې دي.
افغانان په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله د کار لپاره ایران ته ځي. د ویزې د ترلاسه کولو د محدودیتونو له امله، یو شمېر کار غوښتونکي د ناقانونه سفر له خطرناکې لارې استفاده کوي، چې ځینې یې په دې لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. یوازې د روان کال په اوږدو کې لسګونه کسان د لوږې، ترافیکي پېښو او د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو له امله مړه شوي دي.
