هرمز تنګي کې پر یوه تېل‌وړونکي بېړۍ برید؛ عمان ۱۰ ټپیان تخلیه کړي

هرمز تنګي کې پر یوه تېل‌وړونکي بېړۍ برید؛ عمان ۱۰ ټپیان تخلیه کړي

په هرمز تنګي کې د یوې تېل‌وړونکې بېړۍ پر مهال برید شوی، چې له امله یې د بېړۍ ۱۲ تنه عمله ټپیان شوي او د عمان هوايي ځواکونو له ډلې ۱۰ تنه ټپیان تخلیه کړي دي.

الجزیرې شبکې نن (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) راپور ورکړی چې زیانمنه شوې «آن پیس» تېل‌وړونکې بېړۍ د پاناما تر بیرغ لاندې تګ راتګ کاوه.

د راپور له مخې، په دې بېړۍ کې ۱۹ تنه عمله وو چې ۱۲ تنه یې د یوه نامعلوم توغندي یا چاودېدونکي توکي د لګېدو له امله ټپیان شوي دي.

د عمان هوايي ځواکونو ویلي، چې ۱۰ تنه ټپیان یې په مسندم کې د خصب روغتون ته لېږدولي او تر درملنې لاندې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تېل‌وړونکې بېړۍ له ۱۷ تنو عملې او ۱۱ ټپیانو څخه ټول د هند وګړي دي.

«آن پیس» تېل‌وړونکې بېړۍ پرون د عمان ساحلونو ته څېرمه، د «لیما» بندر په شاوخوا ۱۷ کیلومترۍ کې په نښه شوې ده.

د دې برید له امله د بېړۍ پر عرشه اور لګېدلی دی.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

ایراني سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳ هغه بېړۍ په نښه کړې دي چې له ایران سره له همغږۍ پرته یې غوښتل له هرمز تنګي څخه تېرې شي.

په همدې حال کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) هم ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې ۱۳ بېړۍ له منځه وړې، درې بېړۍ یې له کاره غورځولې او د ۱۳۰ هغو بېړیو مسیر یې بدل کړی چې غوښتل یې د ایران بندرونو ته دننه یا ترې بهر شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته