په جوزجان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې یې ۶۵ د موسیقۍ آلات سوځولي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ویاند محبالله ویلي، چې دغه د موسیقۍ آلات نن (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) سوځول شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د امر بالمعروف د ادارې مامورینو دغه د موسیقۍ آلات د خپل «څارنیز فعالیت» پر مهال د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه راټول کړي وو.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ آلات راټول کړي او سوځولي دي.
دغه ډلې څو ځله د خلکو د ودونو او خوښیو پر مراسمو هم بریدونه کړي او ځوانان او ګډونوال یې د موسیقۍ غږولو او اورېدو له امله نیولي دي.
طالبانو په خپل امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون کې د موسیقۍ اورېدل او غږول حرام بللي او ورته یې مجازات ټاکلي دي.
