«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ادعا کړې چې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر پوستو د «راکټي برید» پر مهال د دې ډلې درې غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه برید نن (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) سهار شاوخوا ۲ بجې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په «پوزه خمزرګر» سیمه کې شوی دی.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» زیاته کړې چې دغه برید ۲۰ دقیقې دوام کړی دی.
دې جبهې ادعا کړې چې «په سیمه کې د طالبانو سیمهییزو ملیشو په دې وروستیو کې د خمزرګر سیمې له خلکو سره زورزیاتی زیات کړی او ان د خلکو د شتمنیو په غلا او لوټلو یې لاس پورې کړی دی.»
په کاپیسا کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» تر دې وړاندې هم په کاپیسا کې د طالبانو پر ضد د بریدونو خبر ورکړی، خو طالبانو تر ډېره د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
