د اکتوبر د اوومې د بریدونو د درېیمې کلیزې په درشل کې اسرائیلو د غزې په تړانګه کې نوي بریدونه کړي چې د فلسطیني چارواکو په وینا، درې کسان په کې وژل شوي دي.
د حماس ځواکونو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسرائیلو پر جنوبي سیمو برید وکړ؛ هغه برید چې د اسرائیلو په وینا، له ۳۰۰ ډېر اسرائیلیان په کې ووژل شول. اسرائیلو له دغه برید وروسته د غزې د تړانګې بمبارۍ پیل کړې او تر اوسه په دې سیمه کې له ۷۴ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ، په داسې حال کې چې د اکتوبر د اوومې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو غړي د «نوا» موسیقۍ فستیوال د جوړېدو په ځای کې راټول شوي وو، د غزې له بلې غاړې د سختو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.
د غزې ښار الشفا روغتون اعلان کړی چې د شپې په اوږدو کې د اسرائیلو په برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
د غزې د ملکي دفاع ادارې د وژل شویو کسانو له ډلې یو تن محمد تاموس بللی او ویلي یې دي چې هغه د دې ادارې رضاکار و؛ هغه اداره چې د حماس تر کنټرول لاندې سیمو کې د بېړنیو مرستو او ژغورنې د خدمتونو په توګه فعالیت کوي.
د غزې په جنوب کې د خانیونس ښار ناصر روغتون اعلان کړی چې د اسرائیلو په برید کې ۶۰ کلن هشام ابراهیم ابومصطفی وژل شوی او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس له اسرائیلي پوځ څخه د دغو بریدونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
په غزه کې د جګړې د لومړۍ ورځې له درېیمې کلیزې سره هممهاله، سره له دې چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب اوربند شوی او د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې عملي شوی، په دې فلسطیني ساحلي سیمه کې د خلکو د ژوند شرایط لا هم خراب دي.
د غزې ښار اوسېدونکي محمود ابوحصیره ویلي: «له درېیو کلونو محاصرې، وژنو او ویجاړیو وروسته، اسرائیلو د غزې تړانګه د اوسېدو په داسې ځای بدله کړې چې نور د ژوند وړ نه ده.»
سلګونه زره بېځایه شوي کسان لا هم په خېمو او لنډمهالو سرپناوو کې ژوند کوي؛ هغه کمپونه چې د ساحل په اوږدو کې یا د بمبار شویو استوګنیزو ودانیو د ویجاړیو تر څنګ جوړ شوي دي.
د غزې په شمال کې د بیتحانون اوسېدونکي بسام ناصر ویلي: «موږ یو وخت کور درلود، خو اوس مو خپل عزیزان له لاسه ورکړي؛ د هغوی جسدونه لا هم تر خاورو لاندې دي.»
که څه هم اسرائیلو له اوربند وروسته غزې ته د بشري مرستو د لېږدوونکو موټرو د داخلېدو محدودیتونه کم کړي، خو د غزې ښار یو بل اوسېدونکي احمد ناصر فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ژوند لا هم ډېر ستونزمن دی.
هغه ویلي: «جګړې او لوږې موږ وږي، وېروېدلي او بېځایه کړي یو؛ په خېمو کې ژوند کوو او د بیو له سرساموونکي لوړوالي سره لاس او ګرېوان یو.»
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسرائیلو پوځي بریدونو د غزې نږدې ټول نفوس بېځایه کړی او تر ۷۴ زره او ۲۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي. ملګري ملتونه د دغه وزارت شمېرې د باور وړ بولي.
دغه وزارت ویلي چې د تېر کال په اکتوبر کې د اوربند له اعلان راهیسې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې له یو زر او ۴۶۰ ډېر کسان وژلي دي.
