په یمن کې د جګړو له زیاتېدو سره هممهاله، د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن حکومت د ترانسپورټ وزارت اعلان کړی چې حوثیانو د عدن پر نړیوال هوايي ډګر برید کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه وزارت ویلي چې برید نن (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) د بالستیک توغندي او «ځانمرګو ډرونونو» په وسیله شوی دی.
د یمن د ترانسپورټ وزارت ویلي چې له قاهرې څخه د یوې الوتکې له ښکته کېدو څو دقیقې وړاندې، یو توغندی د نړیوال هوايي ډګر د الوتنې له پټلۍ سره نږدې لګېدلی دی.
دغه وزارت زیاته کړې چې چارواکو د الوتکې د ښکته کېدو بهیر لغوه کړ او د هغې مسیر یې جده ته واړاوه. همداراز، په هوايي ډګر کې موجودې دوه الوتکې یې د احتمالي نورو بریدونو د اندېښنې له امله له سیمې لرې کړې دي.
د یمن حوثیانو، چې ویل کېږي د ایران ملاتړ ورسره دی، تر اوسه دغه برید نه دی تایید کړی.
د عدن نړیوال هوايي ډګر د یمن په هغو سیمو کې چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې نه دي، د نړیوالو تګ راتګ اصلي دروازه ده.
حوثیان د یمن ډېره شمالي برخه، چې پلازمېنه صنعا هم پکې شامله ده، تر خپل کنټرول لاندې لري او د سعودي عربستان په ملاتړ د حکومت لنډمهاله پلازمېنه اوس عدن ښار دی.
په وروستیو ورځو کې د جګړو تمرکز د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمو ته اوښتی دی؛ دا هغه اوبهلار ده چې د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا له امله د هرمز په تنګي کې د سوداګرۍ له محدودېدو وروسته د انرژۍ د صادراتو لپاره یې اهمیت لا زیات شوی دی.
د اوونۍ په پیل کې د یمن حکومتي ځواکونو، د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف په هوايي ملاتړ، د دغه تنګي او د «مخا» ښار شاوخوا د ستراتیژیکو سیمو د بېرته نیولو لپاره متقابل عملیات پیل کړل. حوثیانو دغه سیمې د سپټمبر په میاشت کې نیولې وې؛ خو لا څرګنده نه ده چې د حکومتي ځواکونو پرمختګ به دوام ومومي که نه.
