د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «مسکو فورم» د اتمې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیائو یونګ سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او چین دوهاړخیزې اړیکې، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې وشوې.
دغه وزارت زیاته کړې چې متقي د مسکو فورم په غونډه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په اړه د چین له «رغنده او متوازن» دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه برابره ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د چین ځانګړي استازي د خپل هېواد او طالبانو اړیکې «مثبتې» بللې او د سیمهییز وضعیت په اړه یې د چین لیدلوری هم شریک کړی دی.
دغه وزارت ویلي چې نوموړي د سیمهییز ثبات، متقابلو همکاریو او د افغانستان د اقتصادي او سیمهییزې نښلونې په برخه کې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د چین ځانګړي استازي تر اوسه له د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د خپلې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو او چین په تېرو پنځو کلونو کې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرلې، خو له دې سره سره، بیجینګ لا هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
