د امید سبز ښارګوټو اوسېدونکو ته د طالبانو امر؛ «له هرې کوټې څلور زره افغانۍ کرایه ورکړئ»

سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، طالبانو د «امید سبز» ښارګوټي کرایه‌ناستو کورنیو ته ویلي چې «له هرې کوټې څلور زره افغانۍ» کرایه ورکړي.

یوه سرچینه وايي، د طالبانو د امر له مخې، کرایه‌ناست باید د روان لمریز کال له پیل راهیسې د هرې کوټې لپاره څلور زره افغانۍ کرایه ورکړي او د راتلونکو شپږو میاشتو کرایه هم باید له مخکې ورکړي.

د سرچینې په وینا، دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دغه ښارګوټي کې د خپلو غړو او ځواکونو لپاره د هرې کوټې کرایه یو زر افغانۍ ټاکلې ده.

سرچینې ادعا کړې چې د طالبانو موخه دا ده چې خلک خپل کورونه خالي کړي، څو د دې ډلې ځواکونه او غړي په دغه ښارګوټي کې ځای پر ځای شي.

د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې وړاندې د امید سبز ښارګوټي کرایه‌ناستو کورنیو ته امر کړی و چې له دې وروسته کرایه د کورونو مالکانو ته ورنه کړي، بلکې د دغه وزارت حساب ته یې ولېږي.

سرچینې همداراز اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو د «ملکیت اسنادو» کاپۍ راټولوي.

یوه سرچینه وايي، د طالبانو مامورانو نن چهارشنبه (د تلې ۱۵مه) د امید سبز ښارګوټي په «څلورم فاز» کې د خلکو د ملکیتونو د اسنادو کاپۍ راټولې کړې.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت د «ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون» څلور کسیزه ډله، له څو وسله‌والو کسانو سره یوځای، دغه اسناد راټولوي.

سرچینې همداراز وايي چې د طالبانو ماموران په دغه ښارګوټي کې خالي کورونه «مهرولاک» کوي او د کورونو مالکانو ته بیا د هغوی د پرانیستلو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د امید سبز ښارګوټی «امارتي» اعلان کړی او د دغه ښارګوټي اوسېدونکو ته یې د کورونو د خالي کولو امر کړی دی.

«امید سبز ښارګوټی» د کابل ښار په لوېدیځ کې موقعیت لري او ډېری اوسېدونکي یې هزاره‌ګان دي. دغه ښارګوټی په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوی او محمدنبي خلیلي، چې د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر محمدکریم خلیلي ورور دی، د دغه ښارګوټي له عمده درېیو شریکانو څخه یو دی.

محمدنبي خلیلي ویلي چې «امید سبز ښارګوټی د معتبرو شرعي قبالو، رسمي ملکیتي اسنادو، له اړوندو ادارو څخه د بشپړې تصفیې او د قانوني ودانولو جواز پر بنسټ جوړ شوی دی.»

د محمدنبي خلیلي په وینا، د امید سبز ښارګوټي ټولې ځمکې له هغو مالکانو څخه اخیستل شوې دي چې «د موجودو اسنادو له مخې، له کلونو او نسلونو راهیسې د دغو ځمکو مالکیت لري، معتبرې قبالې لري او د هغوی د مالیاتو د ورکړې سابقه تېرو څو لسیزو ته رسېږي.»

د امید سبز ښارګوټي «امارتي» اعلانېدو پراخ غبرګونونه پارولي او ډېرو کسانو دا اقدام د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو پر وړاندې د طالبانو د «توپیري سیاستونو» په دوام کې بللی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته