«افغانستان ازادي جبهه» وايي، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ کې د دې جبهې پر مورچو د طالبانو برید شنډ شوی او د دواړو لورو ترمنځ نښته شاوخوا شپږ ساعته روانه وه.
دغې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو ځواکونو نن چهارشنبه (د تلې ۱۵مه) سهار د نورستان د کامدېش ولسوالۍ کې د دوی پر مورچو له څو استقامتونو بریدونه وکړل، خو د «سخت مقاومت» او «ځوابي برید» سره مخ شول او شاتګ ته اړ شول.
«افغانستان ازادي جبهې» ادعا کړې چې د دغې نښتې پر مهال د طالبانو ۱۱ غړي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د جبهې په وینا، ټپیان د کامدېش ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو او د نورستان مرکز پارون ښار روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
دغې جبهې ویلي چې ځواکونه یې «د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په ازادو شویو سیمو کې په خپلو سنګرونو کې فعال او پیاوړی حضور لري او په کلیو او شاوخوا سیمو پر وضعیت بشپړ کنټرول لري.»
طالبانو تر اوسه دغه نښته نه ده تایید کړې.
د «افغانستان ازادي جبهې» او طالبانو ځواکونو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې جګړه کړې وه. «ازادي جبهې» هغه مهال ادعا کړې وه چې په دې نښته کې د طالبانو ۳۷ غړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي او د دې جبهې ځواکونو د ځینو سیمو او پوستو کنټرول هم ترلاسه کړی دی.
خو د طالبانو دفاع وزارت ویلي وو چې د دوی ځواکونو ۴۱ مخالف کسان وژلي او ۶۲ نور یې ژوندي نیولي دي.
د طالبانو دفاع وزارت په دې برید کې ښکېلو کسانو ته «د شروفساد فتنهګر او داعش» نوم ورکړی او ویلي یې وو چې هغوی د پاکستان د پوځي رژیم په ملاتړ د نورستان کامدېش ته داخل شوي وو.
