په کندهار ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په یوه رسمي مکتوب کې له یو شمېر ادارو غوښتنه کړې چې په غونډو کې د عکس او ویډیو اخیستلو، موبایل او کمپیوټر له کارولو څخه ډډه وکړي.
په دغه مکتوب کې په ځانګړي ډول له کندهار د سوداګرۍ خونې غوښتنه شوې چې په خپلو افتتاحیه غونډو کې د عکس اخیستلو ترڅنګ د موبایل او کمپیوټر له کارولو هم ډډه وکړي.
د مکتوب په پای کې ویل شوي چې که یاد وسایل په غونډو کې وکارول شي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبین به یې مخنیوی وکړي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له خلکو غوښتي چې د دغه ریاست سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۲۲مې مادې د ۹مې فقرې په پلي کېدو کې مرسته وکړي.
خو د یاد قانون په ۲۲مه ماده کې د موبایل او کمپیوټر د کارولو د منع کولو په اړه مشخصه یادونه نه ده شوې.
دغه مکتوب پرون «سې شنبه، ۱۴ د تلې» ادارو ته ليږلي دی
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په یوه رسمي مکتوب کې په غونډو کې د موبایل او کمپیوټر د کارولو او د عکس او ویډیو اخیستلو د مخنیوي غوښتنه کېږي.
