رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د لبنان حزبالله له ایران څخه ۲۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي، څو له هغو لبنانیانو سره مرسته وکړي چې سږ کال له اسرائیلو سره د جګړې له امله بېځایه شوي دي.
دې رسنۍ نن چهارشنبه (د تلې ۱۵مه) د هغو دوو سرچینو په حواله، چې د دې پیسو له لېږد څخه خبره دي، لیکلي چې حزبالله دغه پیسې تېره میاشت، په داسې مهال ترلاسه کړې چې پر ایران د امریکا اقتصادي فشارونه زیات شوي او لبنان ته د پیسو لېږد ستونزمن شوی دی.
دغو سرچینو ویلي، هغه منځګړو کسانو چې دغه پیسې یې لېږدولې، ۲۰ سلنه کمېشن اخیستی، چې د معمول کمېشن څلور برابره دی.
د حزبالله یوه چارواکي د رویټرز د نظر غوښتنې په ځواب کې، پرته له دې چې د مالي سرچینې په اړه جزیات ورکړي، ویلي چې پیسې برابرې شوې دي او د هغو د وېش پروګرام به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.
رویټرز لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت، په جنیوا کې د ایران دایمي استازولۍ، د امریکا د خزانې وزارت او د لبنان حکومت سمدستي د دې موضوع په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
حزبالله لبنان ته پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته له اسرائیلو سره په جګړه کې داخل شو. د لبنان په جنوب کې، چې د حزبالله اصلي مرکز دی، او د پلازمېنې بیروت په ځینو برخو کې د اسرائیلو بریدونو د سلګونو زرو کسانو د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
سرچینو رویټرز ته ویلي چې حزبالله به له دې پیسو څخه هرې کورنۍ ته د درې زره ډالرو لومړنۍ مرستې د ورکولو لپاره کار واخلي. په دې برخه کې به هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي چې کلي یې ویجاړ شوي یا د اسرائیلو د اشغال له امله ورته لاسرسی نه کېږي.
یوه سرچینه ویلي چې د دغو کورنیو شمېر شاوخوا ۵۰ زرو ته رسېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، ایران د امریکا د سختو بندیزونو په کلونو کې هم د لبنان له حزبالله سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړی دی.
دې رسنۍ د امریکا د خزانې وزارت په حواله لیکلي چې ایران د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې حزبالله لبنان ته یو میلیارد ډالر لېږدولي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له مارچ راهیسې تر اوسه پر لبنان د اسرائیلو په بریدونو کې له درې زرو او ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي. د دغو بریدونو ډېره برخه د لبنان په جنوب او د بیروت په «ضاحیه» سیمه کې شوې ده.
