ځایي سرچینې وايي چې د لغمان ولایت مرکز مهترلام د عمرزیو سیمې په مربوطاتو کې یو هټیوال وژل شوی دی.
سرچینې، چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، اطلاعات روز ته وویل چې افغان کاکړ نومې هټیوال وړمه ورځ (سهشنبه، د تلې ۱۴مه) له یوه طالب سره تر لفظي شخړې وروسته د طالب له لوري دتوفنګچې په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، قاتل کس د طالبانو په استخباراتي اداره کې دنده لري او تر اوسه د هغه د نیول کېدو په اړه کوم اقدامات نه دي شوي.
د افغان کاکړ کورنۍ له مسوولانو غوښتي چې د نوموړي د وژنې په اړه څېړنه وکړي او عدالت تأمین شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د طالبانو په شخړو کې ولسي وګړي وژل شوي دي.
