د غزني ولايت لپاره د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د تېرو اوو ورځو پر مهال یې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۹ کسان نیولي دي.
ددغې قوماندانۍ د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د غلا، نشهیي توکو، کورنیو شخړو او د ځانوژنې د هڅې په تړاو نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، په همدې موده کې د غزني په بېلابېلو سیمو کې پر ۱۳۳۸ متره مربع ځمکه د نشهیي توکو کرل شوي فصلونه هم له منځه وړل شوي او ۷۴۶ کیلوګرامه نشهیي توکي سوځول شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني زیاتوي، چې له غلو څخه یې د شاوخوا ۸۵۰ زره افغانیو په ارزښت غلا شوي توکي هم بېرته ترلاسه کړي دي.
دا په داسي حال کې ده چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله د جرمونو کچه لوړه شوي ده.
