د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګس اعلان کړی چې د دغه هېواد د پوځ د پخواني غړي نضال حسن د اعدام بهیر، چې د ډزو د ډلې له لارې به ترسره شي، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
نضال حسن په «فورټ هوډ» پوځي اډه کې د ډزو د پېښې عامل بلل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هېګس ویلي: «موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې خلک وکولای شي دا بهیر وګوري او په عامه توګه خپور شي؛ ځکه خلک باید درک کړي چې دا ډول کړنې جدي پایلې لري.»
د امریکا د دفاع وزیر له څرګندونو وروسته، پنټاګون وضاحت ورکړی چې د دغه اعدام ویډیويي ژوندۍ خپرونه به د عامو خلکو لپاره د لاسرسي وړ وي.
ټاکل شوې چې دغه پخوانی امریکايي ارواپوه د روان لمریز کال د لیندۍ په ۱۲مه، په هماغه ځای کې اعدام شي چې برید یې پکې کړی و.
نضال حسن، چې د ویرجینیا ایالت په یوه فلسطیني کډواله کورنۍ کې زېږېدلی، د امریکا په پوځ کې له ۱۲ کلونو خدمت وروسته، د ۲۰۰۹ کال د نومبر په ۵مه د ټکساس ایالت په «فورټ هوډ» پوځي اډه کې ډزې وکړې. نوموړي په پوځ کې د ارواپوه په توګه دنده ترسره کوله.
په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او ۳۲ نور ټپیان شول.
نضال حسن، چې اوس ۵۶ کلن دی، د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ویلي وو چې په فورټ هوډ پوځي اډه کې یې پر سرتېرو د برید موخه «په اسلامي نړۍ کې د امریکا د جګړو غچ اخیستل» وو.
د راپور له مخې، وروستی ځل په ۱۹۳۶ کال کې په امریکا کې د اعدام حکم په عام محضر کې عملي شوی و.
د نضال حسن د اعدام حکم، چې د ډزو د ډلې له لارې به ترسره شي، څه موده مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړی و.
د راپور له مخې، دا به له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په دې ډول لومړنۍ پېښه وي.
