د ازموینو ملي ادارې د اعلان له مخې، د طب د درملنې څانګې د فارغانو د فعالیت جواز اخیستو اېګزېټ ازموینه به نن د جمعې په ورځ، د میزان په ۱۷مه، په کابل کې اخیستل کېږي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د غاښونو د طب فارغانو ازموینه به د میزان په ۲۴مه واخیستل شي.
په ورته وخت کې يوه سرچينه وايي چې په دې ازموینو کې نجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د نجونو پر زدهکړو محدودیتونو هغه ښځینه فارغانې هم اغېزمنې کړې دي چې د طب زدهکړې یې بشپړې کړې، خو د مسلکي فعالیت لپاره جواز ته اړتیا لري.
نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د ښځو پر زدهکړو د محدودیتونو دوام د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت زیاتولای او د ښځو او ماشومانو روغتیايي خدمتونه اغېزمنولای شي.
