ملګري ملتونه: سږ کال له ایران څخه څه باندې ۵۸۱ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له ایران څخه ۵۸۱ زره او ۶۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې ادارې په هغه راپور کې چې پرون (پنجشنبه، د میزان ۱۶مه) خپور شوی، ویلي چې له دې ډلې ۴۹۲ زره او ۳۰۰ کسان د ایران له لوري ایستل شوي چې د ټولو راستنېدونکو ۸۵ سلنه جوړوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د ایران د جګړې له پیل مخکې له ایران څخه د افغانانو د راستنېدو ۸۹ سلنه د ایستلو له امله وه، خو له جګړې وروسته دغه کچه ۸۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د دې ادارې په وینا، د افغان کډوالو پراخې راستنېدنې په افغانستان کې پر لومړنیو خدمتونو، سرپناه او د خلکو پر ژوندانه د پام وړ فشار راوړی، کوربه ټولنې له ستونزو سره مخ کوي او د بې‌ثباتۍ او نورو هېوادونو ته د بیا کډوال کېدو خطر زیاتوي.

دغه اداره زیاتوي چې په منځني ختیځ کې روانو نښتو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. د راپور له مخې، ایران چې په سیمه کې د کډوالو له سترو کوربه هېوادونو څخه دی، له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۰مه په ایران کې د شاوخوا دوو میلیونو افغان کډوالو د سرشمېرنې کارتونو اعتبار پای ته ورسېد. له دې وروسته، د ایران حکومت د کډوالو د استوګنې وضعیت د معلومولو او د هغوی د بېرته ستنولو لپاره طرحه پیل کړه. د دې طرحې له مخې، د یادو کارتونو لرونکي ارزول کېږي، څو معلومه شي چې په ایران کې د پاتې کېدو اجازه لري که نه.

د دې ادارې په وینا، له هغه وخت راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه ۱.۹ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې ۶۷ سلنه یې ایستل شوي وو. له دې ډلې شاوخوا ۸۵۲ زره او ۸۰۰ کسان د جون له ۱۳مې وروسته ایستل شوي دي.

په ایران کې د مسعود پزشکیان د حکومت له واک ته رسېدو وروسته پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او د هغوی د پراخې کچې ایستل پیل شوي دي. ګڼ شمېر افغان کډوال په جبري ډول ایستل شوي او یو شمېر نور د فشارونو د زیاتېدو له امله اړ شوي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د طالبانو چارواکو او ملګرو ملتونو څو ځله له ایران څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او د «نه بېرته ګرځولو» اصل ته درناوی وکړي؛ خو له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل لا هم دوام لري او هره ورځ لسګونه کسان له دغه هېواده افغانستان ته راځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته