د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ کمېشنرې د نوبل د سولې جایزه وګټله

Photo: UN Photo: / Jean Marc Ferre

د سویلي افریقا مشهوره حقوق‌پوهه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنره، ناوانتم ناوی پیلای، د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ګټونکې اعلان شوې ده.

د ناروې د نوبل کمېټې نن (جمعه، د تلې ۱۷مه) اعلان وکړ چې دغې مخکښې حقوق‌پوهې د سولې او نړیوالو قوانینو د ترویج لپاره د خپلو هڅو له امله د نوبل د سولې جایزه ګټلې ده.

دغې کمېټې زیاته کړې چې د سږ کال ګټونکې د جنګي جرمونو، د بشریت پر ضد جرمونو او نسل‌وژنې د عاملانو د قانوني تعقیب په برخه کې اساسي رول لوبولی دی.

د ناروې د نوبل کمېټې ویلي چې د سږ کال ګټونکې د نړیوالو قوانینو لمن او اغېز په څرګند ډول پراخ کړي دي.

د کمېټې په وینا، ناوی پیلای حکومتونه او ملي مشران د خپلو کړنو پر وړاندې ځواب‌ویلو ته اړ کړي او د تاوتریخوالي او شخړو قربانیانو ته یې هیله وربښلې ده.

د ناروې د نوبل کمېټې ویلي چې پیلای په ټولو هغو دندو کې چې ترسره کړې یې دي، د قانون حاکمیت ته د ژمنتیا په برخه کې یې د افرادو او دولتونو پر مسؤلیت ټینګار کړی او د اړوندو حقوقي معیارونو او اصولو په تعریف او تدوین کې یې مرسته کړې ده.

ناوی پیلای د سویلي افریقا په ستره محکمه، د روانډا په نړیواله جزايي محکمه او نړیواله جزايي محکمه کې د قاضیې په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره هم وه. تر دې وروستیو پورې یې د فلسطین د اشغال شویو سیمو په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواک نړیوال څېړنیز کمېسیون مشري هم کوله.

مېرمن پیلای اوس د نړیوالې محکمې قاضیه ده او په هغې قضیه کې دنده ترسره کوي چې میانمار پکې په نسل‌وژنې تورن شوی دی.

د ناروې د نوبل کمېټې ویلي چې ناوی پیلای په نړیوالو محکمو کې په تاریخي قضیو کې هم ښودلې چې حقوقي اقدامات د جګړو او تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته کولای شي. هغې د نړیوالو حقوقي بنسټونو په پیاوړتیا کې ونډه اخیستې او خپلواکۍ، تخصص او ټینګ هوډ یې د دې لامل شوی چې زموږ د وخت له تر ټولو درنو نړیوالو حقوق‌پوهانو څخه وګڼل شي.

د ناروې د نوبل کمېټې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې شخړو او جګړو ته په اشارې ویلي چې د سږ کال د نوبل د سولې جایزې په ورکولو سره غواړي نړۍ ته ور په یاد کړي چې د قانون حاکمیت، که په ملي کچه وي او که په نړیواله کچه، د هغه نظام بنسټ دی چې د سولې د ټینګښت او د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره مو رامنځته کړی دی. د کمېټې په وینا، له عدالت پرته سوله ناشونې ده.

کمېټې زیاته کړې: «ناوی پیلای زموږ په زمانه کې د نړیوالو حقوقي اصولو له سترو مدافعانو څخه ده. د هغې ځلانده کاري مخینه یو ځل بیا د نړیوال قانون د حاکمیت د ملاتړ، پیاوړتیا او پراختیا اړتیا را په ګوته کوي. عدالت او انساني کرامت ته د ناوی پیلای ژمنتیا د ټولو هغو کسانو لپاره د هیلې او الهام سرچینه ده چې د یوې سوله‌ییزې نړۍ د جوړولو هڅه کوي.»

تېر کال د وینزویلا د حکومت د مخالفانو مشرې، ماریا کورینا ماچاډو، د نوبل د سولې جایزه ګټلې وه.

د سولې جایزه د نوبل پنځمه جایزه ده چې په روانه اوونۍ کې ورکول کېږي. تر دې وړاندې د ادبیاتو، کیمیا، فزیک او طب په برخو کې د نوبل جایزو ګټونکي هم اعلان شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته