د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لا هم «بچه‌بازي» دوام لري

Photo: Archive

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «بچه‌بازۍ» پدیده، سره له دې چې په رسمي ډول منع شوې، لا هم دوام لري.

د راپور له مخې، څارونکو ویلي چې په ځینو مواردو کې د طالبانو غړي هم په «بچه‌بازۍ» کې ښکېل وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې «بچه‌بازي» د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «جنسي غلامۍ» یوه بېلګه بللې او ویلي یې دي چې د راپور ورکولو په موده کې د دې عمل یوه مشخصه بڼه موجوده وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو جذبول هم دوام لري او دغه ډله له ماشومانو په جنګي او مرستندویه برخو کې کار اخلي.

د دغه وزارت په وینا، څارونکو راپور ورکړی چې د طالبانو سیمه‌ییز غړي د ماشومانو په تذکرو کې د هغوی د عمر په جعل کولو سره، هغوی خپلو لیکو ته جذبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو د انسانانو د قاچاق د عاملانو د قانوني تعقیب لپاره کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی. دغه ډله د انسانانو د قاچاق د منع کولو د قانون په پلي کولو کې هم پاتې راغلې ده.

د راپور له مخې، طالبانو د انسانانو د قاچاق اړوند د څېړنو، قضايي تعقیبونو یا محکومیتونو په اړه هېڅ راپور نه دی وړاندې کړی او د قاچاق هېڅ قرباني یې نه دی پېژندلی او نه یې ملاتړ کړی دی.

دغه وزارت زیاته کړې چې طالبانو د ښځو، لږکیو او نورو زیان‌منونکو ډلو هغه حقونه هم کمزوري کړي چې د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د هغوی د خوندیتوب لپاره اړین دي. همدارنګه، پر نادولتي مؤسسو د محدودیتونو په لګولو سره یې د قاچاق د قربانیانو د ملاتړ مخه نیولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سره له دې، طالبانو په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق پر وړاندې ځینې اقدامات هم کړي دي.

په راپور کې د طالبانو د «محاکمو جزايي اصول‌نامې» تصویب او توشیح ته اشاره شوې او ویل شوي چې په دې اصول‌نامه کې د انسانانو د قاچاق لپاره سزاوې ټاکل شوې دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې اصول‌نامه کې د انسانانو د قاچاق روښانه تعریف نه دی وړاندې شوی او ټاکل شوې سزاوې هم په کافي اندازه سختې نه دي.

دغه وزارت ویلي، داسې ښکاري چې طالبان د انسانانو د قاچاق او د کډوالو د قاچاق ترمنځ هم توپیر نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق وضعیت «پراخ» بللی او ویلي یې دي چې قاچاق‌بران په افغانستان کې له کورنیو او بهرنیو قربانیانو ناوړه ګټه اخلي او له افغان قربانیانو څخه له هېواده بهر هم ناوړه استفاده کېږي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د انسانانو کورنی قاچاق د پولو هاخوا د قاچاق په پرتله ډېر دود دی.

په راپور کې راغلي چې قاچاق‌بران نارینه، ښځې او ماشومان د پورونو له امله پر جبري کارونو ګوماري. په دغو کارونو کې د خښتو پخول، جبري کورني کارونه او غالۍ اوبدل شامل دي.

د راپور له مخې، د ښځو او نجونو پر تګ راتګ او حقونو لګول شوي محدودیتونه، د کار او زده‌کړو فرصتونو ته د هغوی د لاسرسي له سخت کمښت سره یوځای، د ناوړه ګټې اخیستنې پر وړاندې د هغوی زیان‌منېدنه د پام وړ زیاتوي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان پخواني پوځیان، چې له طالبانو پټېږي یا له دې ډلې تښتېدلي دي، د مالي بې‌ثباتۍ او امنیتي ګواښونو له امله د روسیې او اوکراین په جګړه کې د ګډون لپاره د جذب له خطر سره مخ دي.

طالبانو په افغانستان کې د انسانانو قاچاق او «بچه‌بازي» منع کړې ده او په ځینو مواردو کې یې د انسانانو د قاچاق په تور د کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

خو دې ډلې تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه تازه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته