د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر سعودي عربستان د یمن د حوثیانو پرلهپسې بریدونه، چې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر او د ابها پر هوايي ډګر بریدونه هم پکې شامل دي، غندلي دي.
شهباز شریف نن (جمعه، د میزان ۱۷مه) پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي: «حوثي وسلهوال باید سمدستي دغه بریدونه ودروي. موږ به د دغو ګواښونو پر وړاندې د سعودي عربستان ترڅنګ اوږه په اوږه ودرېږو.»
د پاکستان لومړي وزیر د «مکې تړون» ته په اشارې ویلي، چې د دغه تړون د غړو هېوادونو له لوري د سعودي عربستان حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ته ژمنتیا قطعي ده.
هغه زیاته کړې چې دوی د سعودي عربستان له «هغه مشروع حق څخه هم بشپړ ملاتړ کوي چې د خپل ولس د دفاع او د خپلو ښارونو او حیاتي بنسټونو د ساتنې لپاره یې لري».
حوثیانو دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د سعودي عربستان پر درېیو هوايي ډګرونو یې بریدونه کړي، چې د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر هم پکې شامل دی.
سعودي عربستان تایید کړې چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یمن حوثیان، چې د سعودي عربستان په ملاتړ له حکومت سره په جګړه کې دي، څو ځله یې د سعودي عربستان پر بېلابېلو ښارونو توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې ډېری وخت د تېلو تاسیسات، هوايي ډګرونه او زیربناوې په نښه شوي دي.
