د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې اعلان کړی چې د یمن د حوثیانو لهخوا د دغه هېواد په پلازمېنه کې پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
دغې ادارې نن (جمعه، د تلې ۱۷مه) ویلي چې وژل شوي درې واړه د سعودي عربستان وګړي دي، خو ټپیان د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي.
د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې حوثیانو پرون دوه ځله پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر بریدونه کړي دي. په لومړي برید کې د هوايي ډګر تاسیسات او په دویم برید کې د سعودي هوايي شرکت د یوې الوتکې وزر په نښه شوی دی.
حوثیانو د روانې اوونۍ د دوشنبې او سېشنبې په ورځو هم د سعودي عربستان ملک خالد او ابها هوايي ډګرونه په نښه کړي وو.
هغه مهال د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې ویلي وو چې پر ابها هوايي ډګر په برید کې د مراکش او الجزایر دوه ښځې وژل شوې او ۲۸ نور کسان ټپیان شوي دي.
دغې ادارې همداراز ویلي وو چې پر ملک خالد هوايي ډګر په برید کې د سوډان یو وګړی وژل شوی او اته نور ټپیان شوي وو.
په داسې حال کې چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي، دغې ډلې هم پر سعودي هوايي ډګرونو خپل بریدونه ډېر کړي دي.
