د ملګرو ملتونو سرمنشي ناوی پیلای ته د نوبل د سولې جایزې مبارکي ورکړه

Photo: UN

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نړیوالې محکمې قاضیې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوانتم ناوی پیلای ته د نوبل د سولې جایزې ګټلو مبارکي ویلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي نن ماښام (جمعه، د تلې ۱۷مه) پر اېکس لیکلي چې مېرمن پیلای ته د دغې جایزې ورکول «د ټولو هغو کسانو درناوی دی چې د نړیوالو قوانینو، د قانون د حاکمیت او بشري حقونو د ساتنې او دفاع، او همداراز د سولې، عدالت او انساني کرامت د ټینګښت لپاره هڅې کوي.»

نوموړي د مېرمن پیلای کاري مخینې ته په اشارې ویلي چې هغې «تل دا ښودلې چې د قانون ځواک باید د زور پر قانون برلاسی شي او د بشري حقونو دفاع د بې‌عدالتۍ پر وړاندې تر ټولو ډاډمنه پناه ده.»

د ناروې د نوبل کمېټې نن ناوانتم ناوی پیلای د سولې او نړیوالو قوانینو د ترویج لپاره د هڅو له امله د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې اعلان کړه.

کمېټې ویلي چې د سږ کال ګټونکې د جنګي جرمونو، د بشریت پر ضد جرمونو او نسل‌وژنې د عاملانو د قانوني تعقیب په برخه کې اساسي رول لوبولی دی.

ناوی پیلای د سویلي افریقا په ستره محکمه، د روانډا په نړیواله جزايي محکمه او نړیواله جزايي محکمه کې د قاضیې په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره هم وه او تر دې وروستیو پورې یې د فلسطین د اشغال شویو سیمو په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواک نړیوال څېړنیز کمېسیون مشري کوله.

مېرمن پیلای اوس د نړیوالې محکمې قاضیه ده او په هغې قضیه کې دنده ترسره کوي چې میانمار پکې په نسل‌وژنې تورن شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته