امریکا نړیواله جزايي محکمه تحریم کړه

Photo: @SecRubio

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو ساعته وروسته له هغه نړیواله جزايي محکمه تحریم کړه چې د دغې محکمې پخوانۍ قاضۍ ناوی پیلای د نوبل د سولې جایزه وګټله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن ماښام (جمعه، د تلې ۱۷مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: «ولسمشر ټرمپ به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې نړیواله جزايي محکمه د امریکا اتباع تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي. له همدې امله، متحده ایالات نن دغه محکمه تحریموي.»

هغه زیاته کړه: «موږ به له دې خپل‌سرې محکمې سره هر ډول معاملې منع کړو، مالي سرچینې به یې پرې کړو او زموږ پر وړاندې د اقدام کولو وړتیا به یې فلج کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «زموږ پیغام روښانه دی؛ متحده ایالات او د امریکا خلک د دې جعلي محکمې تر قضايي صلاحیت لاندې نه راځي.»

مارکو روبیو وویل چې یا به نړیواله جزايي محکمه خپلو ګواښونو ته د پای ټکی کېږدي او یا به امریکا د دغې محکمې فعالیتونه پای ته ورسوي.

هغه وویل: «موږ له خپلو متحدانو، چې ډېری یې د دې محکمې غړي دي او د خپل دفاع لپاره پر امریکايي پوځیانو تکیه کوي، تمه لرو چې د دې خپل‌سرې محکمې مخه ونیسي؛ که نه، متحده ایالات به د دې محکمې د ګام په ګام ړنګولو خپل کمپاین ته دوام ورکړي، څو نور د امریکایانو پر وړاندې هېڅ ګواښ پاتې نه شي.»

د امریکا د حکومت له لوري د نړیوالې جزايي محکمې د تحریم پرېکړه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د دغې محکمې پخوانۍ قاضۍ ناوی پیلای د نوبل د سولې جایزه وګټله.

د ناروې د نوبل کمېټې اعلان کړی چې مېرمن پیلای د سولې او نړیوالو قوانینو د ودې لپاره د خپلو هڅو له امله د نوبل د سولې جایزه ګټلې ده.

ناوی پیلای د هغه راپور څارنه هم کړې چې پکې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو له لوري د فلسطینیانو وژنه «نسل‌وژنه» بلل شوې ده.

امریکا تر دې مخکې هم د نړیوالې جزايي محکمې ځینې قاضیان او څارنوالان د خپلو پوځیانو د جنګي جرمونو په اړه د څېړنو او همداراز د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د پخواني دفاع وزیر یوآو ګالانت د نیولو د حکم د صادرولو له امله تحریم کړي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته