سرچینې وایي، یو ۱۷ کلن افغان تنکی کارګر په ایران کې له ودانۍ د لوېدو له امله مړ شوی دی.
د سرچینو په وینا، د دې ځوان نوم محمد ناصر دامدار و. هغه پرون (پنجشنبه، د میزان ۱۶مه) په ایران کې پر یوې ودانۍ د کار پر مهال لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینې وایي، نوموړی د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ د «جمشیدي» کلي اوسېدونکی و.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، هغه د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره د کار په موخه ایران ته تللی و.
تر دې مخکې هم په ایران کې له ودانیو د لوېدو له امله د افغان کارګرو د مړینې ګڼې پېښې راپور شوې دي.
افغان کارګر په ایران کې معمولاً په خطرناکو دندو، په تېره بیا د ودانیو په کارونو کې بوخت وي او وخت ناوخت دا ډول پېښې د هغوی ژوند اخلي.
