امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو د رایې ورکولو بهیر په څو ایالتونو کې پیل شوی دی.
د سيانان د راپور له مخې، ښايي د امریکا په ۱۲ ایالتونو کې د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل شوي وي او ټاکل شوې ده چې په نورو سیمو کې هم د امریکا د ختیځ وخت له مخې د سهار شاوخوا ۷ بجې د رایې ورکولو بهیر پیل شي.
په دې ټاکنو کې د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ، د سنا له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ او د ۳۶ ایالتونو د واليانو څوکۍ د دواړو ګوندونو د غړو ترمنځ سیالۍ ته وړاندې شوې دي.
د استازو جرګې ټاکنې
د استازو جرګه او سنا د امریکا کانګرس جوړوي. کانګرس یوازینی بنسټ دی چې د قوانینو د تصویب او جګړې د اعلان واک لري. د امریکا دواړه لوی سیاسي ګوندونه، ډیموکراټ او جمهوريپال، هڅه کوي د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي.
د استازو جرګې غړي هر دوه کاله وروسته ټاکل کېږي. د قانوني طرحو او پرېکړهلیکونو وړاندې کول، د تعدیلونو وړاندیز او د فدرالي چارواکو استیضاح د دې جرګې د غړو له واکونو څخه دي.
د هر ایالت د استازو شمېر د هغه د نفوس له مخې ټاکل کېږي. د استازو جرګې د مطبوعاتي ګالري د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دې جرګه کې ۲۱۸ جمهوريپال، ۲۱۴ ډیموکراټان او یو خپلواک غړی حضور لري.
د سناتورانو ټاکنې
د نن ورځې په ټاکنو کې د سنا له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ څوکۍ سیالۍ ته وړاندې شوې دي. د امریکا هر ایالت دوه سناتوران لري چې کاري دوره یې شپږ کاله ده. د سنا نږدې درېیمه برخه څوکۍ په هره ټاکنیزه دوره کې رایې اچونې ته وړاندې کېږي.
اوس مهال په سنا کې ۵۳ جمهوريپال، ۴۵ ډیموکراټان او دوه خپلواک سناتوران حضور لري.
د سيانان د راپور له مخې، سنا یوازینی بنسټ دی چې د ولسمشر د ګومارنو د تایید او د تړونونو د تصویب واک لري؛ خو په دې برخه کې دوه استثناوې شته: د ولسمشر د مرستیال ګومارنه او له بهرنۍ سوداګرۍ سره تړلي تړونونه چې په دغو مواردو کې د استازو جرګې موافقه هم اړینه ده.
سنا د فدرالي چارواکو د استیضاح دوسیو ته هم رسېدنه کوي.
د ایالتونو د والیانو ټاکنې
نن د امریکا رایهورکوونکي په ۳۶ ایالتونو کې خپل والیان ټاکي.
د امریکا د والیانو ملي ټولنه د دغه هېواد او د امریکا تر واک لاندې قلمروونو والیان «لوړپوړي اجرائیوي چارواکي» بولي.
د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، والیان ډېری وخت د ایالتي قوانینو او تګلارو د پلي کولو، د ایالتي چارواکو د ګومارلو، د ایالتي بودیجو د تایید او په ایالتونو کې د بېړنیو حالاتو او طبیعي پېښو د مدیریت مسوولیت لري. هغوی د خپلو ایالتونو په استازیتوب له فدرالي حکومت سره هم اړیکې ساتي.
د سيانان د راپور له مخې، په زړه پورې ټکی دا دی چې د والیانو واکونه او صلاحیتونه په بېلابېلو ایالتونو کې توپیر لري. د والیانو د ملي ټولنې په وینا، دا توپیر د ایالتونو په اساسي قانونونو، قوانینو او دودونو پورې تړاو لري.
د والیانو کاري دوره عموماً څلور کاله وي؛ خو په نیوهمپشایر او ورمونټ ایالتونو کې د والیانو کاري دوره دوه کاله ده.
د ډیموکراټانو د بریا هیله
په نننیو ټاکنو کې ډیموکراټان هیله لري چې په کانګرس کې اکثریت ترلاسه او د دغه بنسټ کنټرول په لاس کې واخلي.
د استازو جرګې د اکثریت له لاسه ورکول به جمهوريپالو ته دا ستونزه پیدا کړي چې ډیموکراټان به وکولای شي د جمهوريپال ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قانوني طرحو د تصویب مخه ونیسي او د هغه د حکومت د کړنو په اړه پراخې څېړنې پیل کړي.
په سنا کې ماتې هم د ټرمپ وړتیا له ګواښ سره مخ کوي چې د سترې محکمې قاضیان او لوړپوړي دولتي چارواکي معرفي کړي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا ټاکنې په حقیقت کې د ټرمپ د کړنو په اړه په ټول هېواد کې د رایې ورکولو په څېر دي؛ په داسې حال کې چې د ژوند د لګښتونو د بېساري لوړېدو او له ایران سره د جګړې له امله سیاسي فضا د جمهوريپالو پر ضد بدله شوې ده.
ټرمپ تېر کال د بیو د راټیټولو په ژمنه واک ته راستون شو، خو انفلاسیون، ګمرکي تعرفې او په منځني ختیځ کې د نښتو له امله د سون توکو د بیو لوړېدو پر امریکایانو اقتصادي فشار زیات کړی دی.
په نظرپوښتنو کې د دغه ۸۰ کلن ولسمشر د کړنو د تایید کچه شاوخوا ۳۰ سلنه ښودل شوې ده.
د جورجیا ایالت د اتلانتا ښار په څنډو کې، ۷۷ کلنه متقاعده ښوونکې جېن کالوم هم له هغو ډیموکراټانو څخه وه چې د دغه ایالت د سناتور جان اوسوف لپاره یې ټاکنیز کمپاین کاوه. هغې دا سیالي د هېواد د راتلونکي لپاره برخلیک ټاکونکې شېبه وبلله.
هغې فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «رښتیا احساس کوم چې دنده لرم هر هغه څه وکړم چې زما له وسه پوره وي، څو زموږ د هېواد اوسنی مسیر بدل کړم او هغه د ډیموکراسۍ پر لور بوځم او له خپلواکۍ غوښتنې او استبداد څخه یې لرې وساتم.»
ډیموکراټان د دې لپاره چې د کانګرس دواړه مجلسونه له جمهوريپالو څخه خپل کړي، په استازو جرګه کې یوازې درې او په سنا کې څلورو نورو څوکیو ګټلو ته اړتیا لري.
د «ډېسېژن ډېسک اېچکېو» بنسټ د وروستۍ وړاندوینې له مخې، ډیموکراټان به د استازو جرګې ۲۴۱ او جمهوريپال به ۱۹۴ څوکۍ ترلاسه کړي.
په دې وړاندوینه کې همدارنګه په سنا کې د ډیموکراټانو لپاره د ۵۲ پر ۴۸ څوکیو محدود اکثریت اټکل شوی دی.
نظرپوښتنې ښايي د یوه ګوند د ملاتړ کچه تر واقعي اندازې ټیټه وښيي او جمهوريپال هیله لري چې د ټاکنو په ورځ به یې پلویان په پراخه کچه د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي.
د راپورونو له مخې، د سېشنبې له ورځې مخکې تر ۵۷ میلیونو ډېرو امریکایانو خپلې رایې کارولې وې؛ دا په ټاکنو کې د لوړې لېوالتیا او ګډون ښکارندويي کوي.
په داسې حال کې چې د رایې ورکولو مرکزونه تازه پرانیستل شوي، دا اندېښنه هم شته چې د ټرمپ په مشرۍ جمهوريپال به د ټاکنو پایلې ونه مني.
ټرمپ چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې وه، څو ځله یې ادعا کړې چې په هغو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې وه او له کوم شواهدو وړاندې کولو پرته یې ډیموکراټان په درغلۍ تورن کړي دي.
