د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، افغانستان په کال کې د ۲۲۰ ګېګاواټه څخه د ډېرې لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري.
دغه بنسټ نن (سهشنبه، د عقرب ۱۲مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، سره له دې چې افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید پراخ ظرفیت لري، خو د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا له بهرنیو هېوادونو واردوي چې کلنی لګښت یې له ۲۸۰ میلیونه ډالرو څخه اوړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، د افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت دومره دی چې د بریتانیا د ټولې برېښنا اړتیا پوره کولای شي.
دغه بنسټ وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې له ۵.۵ میلیونو څخه د ډېرو وګړو لپاره پاکې انرژۍ ته د لاسرسي زمینه برابره کړې، خو لا هم د هېواد ګڼ شمېر وګړي دوامدارې برېښنا ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په پام کې لري چې د «انرژۍ اوونۍ» په مناسبت د افغانستان د انرژۍ سکټور مسوولان او فعالان راټول کړي، څو په هېواد کې د انرژۍ ته د لاسرسي پر وضعیت خبرې وکړي.
افغانستان خپله د اړتیا وړ برېښنا تر ډېره له ایران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي.
سره له دې، د هېواد ډېرې کلیوالي سیمې لا هم د برېښنا له شبکې سره نه دي نښلول شوې او اوسېدونکي یې دوامدارې برېښنا ته لاسرسی نه لري. په ښارونو کې هم خلک د اوړي او ژمي په موسمونو کې د برېښنا له اوږدمهالو پرېکونونو او ناعادلانه وېش څخه شکایت کوي.
