اطلاعات روز: د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزو غونډو په لړ کې خپله شپږمه غونډه نن (چهارشنبه، ۲۹ د زمري) په کابل کې وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې غونډه کې د درو سرو هیوادونو تر منځ پر اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل چې اقتصادي موضوعات دې له نورو مسایلو سره نه تړل کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له اعلامیې سره سم، متقي وویل چې درې واړه هیوادونه پام اقتصادي ظرفیت لري او باید ښه استفاده ترې وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ډله په اقتصاد محوره بهرني سیاست سره غواړي چې د افغانستان په تړاو روایتونه له امنیتي مسایلو څخه د «اقتصادي نښلون څلورلارې» ته بدل کړي.
متقي همدا راز ویلي چې درې اړخیزې غونډې دا فرصت برابروي چې د دې درو هیوادونو تر منځ د لا زیاتو همکاریو په موخه عملي او متمرکز بحثونه وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له اعلامیې سره سم، د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د خپل هیواد اړیکې مخ پر وده بللې او ویلي یې دې چې د دواړو هیوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پر زیاتېدو دي.
ده د دواړو اړخونو تر منځ د سفیر کچې ته د سیاسي استازولیو د کچې لوړېدل یو ښه فرصت بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د درو سرو اړخونو غونډې مهمې ګڼلې دي او دا یې د همکاریو د پراختیا لپاره مناسب فرصت بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له اعلامیې سره سم، محمد اسحاق ډار د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکاریو زیاتېدل ستایلي او هیله یې ښوولې چې دواړه هیوادونه به نور پرمختګ هم وکړي.
د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په جلا او دوه اړخیزو غونډو کې هم کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه غږېدلي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لومړي وزیر محمد حسن اخوند سره هم کتلي او له دې ډلې یې غوښتي چې د چین امنیتي اندیښنې درک کړي او ځانګړی پام ورته وکړي.