close

کونړ کې زلزله؛ د تلفاتو شمیر تر ۷۰۰ لوړ شو

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۷۰۰ رسېدلی او شاوخوا زر تنه نور ټپیان شوي دي.

د کونړ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې زلزلې د دغه ولایت په نورګل، څوکۍ، ماڼوګي، شیګل، چپې درې او وټه پور ولسوالیو کې خلک زیانمن کړي.

سرچینه زیاتوي، دې زلزلې یوازې د نورګل ولسوالۍ په مزار درې سیمه کې ۶۰۰ کسان مړه کړي او دا دره یې په بشپړ ډول له منځه وړې ده.

سرچینه زیاتوي چې دې دره کې سلګونه کسان ټپیان شوي او لږ تر لږه سل نور په پاتې نورو سیمو کې مړه شوي.

د طالبانو د حکومت اړوند دا سرچینه زیاتوي، چې د دغې زلزلې له امله سلګونه استوګنیز کورونه تخریب او ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.

اغېزمنې کورنۍ وایي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او باید ذ طالبانو حکومت او مرستندویه بنسټونه تر هر څه زر بېړنۍ مرستې ور ورسوي.

دغه راز د ننګرهار د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو هوایي ځواکونو په ۳۵ هوایي پروازونو کې شاوخوا ۳۵۰ ټپیان د نورګل ولسوالۍ له مزار درې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

ورته مهال په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بېګانۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۰ او د ټپیان شمېر ۳۳۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې د دغه ولایت په دره نور، کامې، ګوشتې، مومندرې، شینوارو، خوږیاڼو، بهسود، سره رود، خېوې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۵۰ ټپيان دي.

د نوموړي په خبره زیات تلفات د دره نور ولسوالۍ په سُتن، اوتران، مجګنډول او دغه راز په ښېوې (کوز کونړ) ولسوالیو کې اوښتي چې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، مرستندویه ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلې او د خاورو لاندې د ټپیانو او مړو د را ایستلو عملیات لاه روان دي چې ښايي د مړو او ټپیان شمېر له دې هم زیات شي.

هغه زیاتوي چې شوې زلزلې ګڼ‌ کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، د اوبو رسولو سېسټمونه او نورې مهمې برخې له منځته وړي دي او دغه راز یې له تېرې شپې راهیسې تر دې مهال د کونړ له مختلفو سیمو سلګونه ټپیان ننګرهار ته انتقال کړي او دا عملیات لاهم دوام لري.

په ورته مهال د لغمان لپاره د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او اماده ګۍ رییس قاري خیرمحمد غازي وایي، په دې ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۸۰ کسان ټپيان شوي چې زیاتره یې ماشومان او میرمنې دي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله د ننګرهار سربېره د کونړ او لغمان ولایتونو په سلګونه ټپیان د دغه ولایت حوزوي روغتون ته انتقال شوي چې له امله یې دوی د درملو او د وینې له جدي کمبود سره مخ دي.