close

د کډوالو دوامداره راستنېدنه؛ دوه زره او ۷۳۵ کورنۍ پرون افغانستان ته راستنې شوې

اطلاعات روز: له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د پر له پسې راتګ په دوام پرون (دوشنبه، ۱۰ د غبرګولي) دوه زره او ۷۳۵ کورنۍ چې ۱۶ زره او ۳۳۸ تنه کېږي، افغانستان ته راستانه شول.

د کډوالو چارو ته د طالبانو د رسیدګۍ د کمیسیون له شمېرو سره سم، ۱۱ زره او ۳۵۱ تنه د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې او بارامچې له لارې له پاکستان څخه راستانه شوي او څلور زره او ۹۸۷ تنه د اسلام کلا او راه ابریشم له لارې له ایرانه راغلي دي.

له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدنه زیاته شوې ده او په عین مهال کې د کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان له لوري ورکړل شوې موده هم پای ته رسیدلې.

ایران هم د وږي میاشتې تر ۱۵مې پورې بې اسناده کډوالو ته وخت ورکړی دی چې افغانستان ته ستانه شي، کنه تر دې نیټې وروسته به جریمه کړل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ ویلي چې سږ کال له ایران او پاکستان څخه ۲.۳ میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو د راستنیدنې کړکېچ په داسې مهال کې ادامه لري چې افغانستان د زلزلې له کړکېچه رنځېږي.

د یکشنبې په شپه د افغانستان ختیځ زورورې زلزلې ولړزاوه چې تر اوسه پکې تر زرو زیاتو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی او همدا راز له امله یې ګڼ کلي ویجاړ شوي دي.