close

طالبانو د زلزلې له امله په کونړ کې د مړینو وروستی شمېر یو زر او ۴۰۰ اعلان کړی

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کونړ کې د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۱۱ ته رسېدلی دی.

ده نن (سې‌شنبه، ۱۱ د وږي) پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي چې د ژوبلو کسانو شمېر هم درې زرو او ۱۲۴ ته رسېدلی.

د مجاهد په وینا، د کونړ په نورګل، څوکۍ، چپې درې، پیچ درې، وټه پور ولسوالیو او مرکز اسعد اباد کې پنځه زره او ۴۱۲ کلي ویجاړ شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې په کونړ کې د زلزلې له امله د مړینو شمېر یو زر او ۱۲۴ ښوولی و.

د سرې میاشتې په وینا، د دې زلزلې له امله د هیواد په ختیځ کې تر اته زره زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

دې ادارې ویلي چې لا هم زیات کسان د کورونو تر ویجاړیو لاندې دي.

طالبانو تېره ورځ د مړو شویو کسانو شمېر ۸۰۰ او د ژوبلو کسانو شمېر شاوخوا درې زره ښوولی و.

ځایي سرچینې وایي چې د سختو لارو له امله د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ دي.

نن سهار سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې مرستندویان لا هم نه دې توانېدلي چې د نورګل ولسوالۍ د مزار درې ځینو برخو ته رسیدګي وکړي.