اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایې چې په کونړ کې د شوې زلزلې له امله لا هم ټپیان چې تر ډېره حده ښځې او ماشومان دي د چورلکو او امبولانسونو په وسیله د دې ولایت حوزوي روغتون ته راوړل کېږي او د کافي امکاناتو د نشتون له امله خلګ له ستونزو سره مخ دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند نقیب الله رحیمي نن (چهارشنبه، ۱۲د وږي) ویلي چې له تېرو درو ورځو راهیسې د کونړ له زلزله ځپلو سیمو څخه تر دې دمه دې روغتون ته ۸۴۰ ټپیان ور وړل شوي چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.
د هغه په خبره د یادو ټپیانو له ډلې یې د ۱۷۸ تنو ته لوی او واړه عملیات شوي او ۲۶۸ ټپیانو ته وینه ورکړل شوې ده. نوموړی دا مني چې یو شمېر ناروغان په روغتون کې د بستر ځای د نشتون له امله خصوصي روغتونونو ته لېږل شوي او پر دوی یې دا بوج تر ډېره کم کړی دی.
نوموړی زیاتوي که څه هم په لومړیو ورځو کې د روغتیایي پرسونل، درملو او ځېنو نورو برخو کې له ستونزو سره مخ وو، خو اوس د همکارو ادارو او ځېنو خیریه بنسټونو له لوري د شوې روغتیایي مرستې په وسیله دا ستونزه تر یوې کچې حل شوې ده.
په همدې حال کې د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې یوې ښځینه روغتیاپالې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې زیاتره برالبو ښځو د لارو د خرابولي او پر وخت روغتیایي مرکزونو ته د نه رسېدنې له امله له وخت مخکې زېږون کړی دی.
دا روغتیاپاله زیاتوي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې په روغتون کې د بېړني حالت او د زیاتو ناروغانو د راتګ له امله هیڅ رخصتي نه ده.
هغې زیاته کړه: «د ټپیانو شمېر ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی په دوی کې ښځې او ماشومان زیات وو او دلته روغتون کې ښځينه روغتیایي پرسونل په هغه اندازه نه دی، چې د دا ډول بېړنو حالتو کې ټولو ناروغانو ته رسېده ګي وکړي؛ ځکه زیاتره نرسانې، قابلې او ډاکترانې له دې وړاندې له دندو ګوښه شوي خو ځېنو ښځینه ډاکترانو په افتخاري ډول روغتون ته راغلي او له مونږ سره یې مرسته کړې ده.»
نوموړې زیاته کړې چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون د ختیځ په کچه تر ټول ستر روغتون دی خو دا مهال په کې زرګونه کسان بستر دي او د نورو د بسترولو ظرفیت نه لري.
دې روغتون ته ورغلي یو شمېر کسان وایې چې په روغتون کې د زلزلې ټپیانو ته د اړتیا وړ اکسیجن او درملو ترلاسه کول ستونزمن شوي ځکه درمل او نور اړین خدمات ورته په وخت نه رسېږي.
بلخوا د ملګروملتونو د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) وایي چې د هېواد ختیځ په لوړو زلزله ځپلو سیمو کې د ډېری کلیو له اوسېدونکو سره اړیکې پرې شوي او د لارو د تړلکېدو له امله په سیمه کې بند پاتې کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.
یاده زلزله د روانې اوونۍ د یکشنبې په شپه (۹ د وږي) ختیځو ولایتونو کونړ، ننګرهار او لغمان کې رامنځته شوه او د رېښتر په کچه یې اندازه ۶،۱ ښوول شوې او تر ټولو زیات انساني او مالي تلفات یې کونړ کې اړولي دي.
د طالبانو د حکومت د وروستیو معلوماتو له مخې، یوازې په کونړ کې یو زر او ۴۵۷ کسان وژل شوي او شاوخوا درې زره او ۱۹۴ نور ټپیان شوي دي.