close

کونړ کې د زلزلې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز اسعداباد ښار او څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزلې له امله یو تن مړ او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. 

دا زلزله چې نن (پنجشنبه، ۱۳ د وږي) ماښام شاوخوا ۹:۳۰ دقیقې شوې، له امله یې د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې یو کور نړېدلی چې له امله یو کس مړ شوی دی. 

د کونړ په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې بیا ویلي چې له اسعداباد ښار څخه ۱۴ ټپیان دې روغتون ته ور وړل شوي چې د خونو له چتونو یې ځانونه غورځولي وو. 

دې زلزلې د ننګرهار په کوز کونړ او دره نور ولسوالۍ کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي چې د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وايي چې د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د یوه کور د چت غورځېدو له امله دوې مېرمنې ټپي شوې. 

طالبانو تر اوسه په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د تازه زلزلې له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په تړاو پوره جزیات له رسنیو سره نه دي شریک کړي. 

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د معالوماتو له مخې د تېرې یکشنبه شپې د زورورې زلزلې له امله په کونړ کې دوه زره او ۲۰۵  کسان مړه او درې زره ۶۴۰ نور ټپیان شوي مګر دا شمېرې لا هم وروستۍ نه دي بلل شوې.