close

ننګرهار او لغمان کې د زلزلې د وروستیو ټکانونو له امله یو تن مړ او ۳۵ نور ژوبل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند نقیب الله رحیمي ویلي چې د تېرې شپې او نن سهار (جمعه، ۱۲ د وږي) د زلزلې د وروستیو ټکانونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه ژوب شوي او همدا راز په لغمان کې یو تن مړ دی.

ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې او همدا راز نن سهار شپږ بجې مرکز جلال اباد ښار او ګڼ شمېر ولسوالۍ یو ځل بیا نسبتاً شدیدې زلزلې لړزولې دې. د خبرپاڼې په وینا، د زلزلې شدت ۵،۶ درجې و او مرکز یې د ښېوې ولسوالۍ برشاکوټ یاد شوی.

د ننګرهار ولایت د عامه روغتیا د ریاست لپاره د طالبانو د ویاند په وینا چې د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ مژګنډول، سٌتن او املې کليو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه ټپيان شوي دي.

بل خوا د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک نیازی وایي، بیګاه شپه د زلزلې د پرلپسې ټکانونو له امله د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په «رجایي» سیمه کې د کورونو او دیوالونو د غورځېدو له امله یو کس مړ او ۹ ټپیان شوي دي.

عام وګړي بیا وایې چې له تېرې شپې راهیسې تر سهار یې پنځه ځلې د زلزلې ټکان محسوس کړي او زیاتره خلکو د زلزلې له وېرې ټوله شپه په وېښه سبا کړې ده.

د تېرې اوونۍ له یک شنبې شپې راهیسې د هیواد په ختیځو ولایتونو کې زلزلې پيل شوي، چې له امله په کونړ کې تر ټولو لویه انساني فاجعه رامنځته کړې، له ۲۲۰۰ زیات هېوادوال وژل شوي او له ۳۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.