اطلاعات روز: د اسیا جام د لوبو په لومړۍ لوبه کې چې د افغانستان د کریکیټ ملي لوبډلې او د هانک کانګ د کریکیټ ملي لوبډلې تر منځ ترسره شوه، افغانستان وکولای شول چې هانک کانګ ته په ۹۴ منډو ماتې ورکړي.
دا لوبه چې نن (سېشنبه، ۱۸ د وږي) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شوه او افغانستان لومړی د توپ وهنې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې ۷۳ منډې پیلیز لوبغاړي صدیق الله اتل وکړې.
هانک کانګ د هدف په تعقیب کې پر لومړۍ منډه خپل د پیل لوبغاړی له لاسه ورکړ او ویې کولای شول چې په ټاکلو شلو اورونو کې د نهوو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۴ منډې وکړي.
د توپ اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي او ګلبدین نایب دوه مقابل لوبغاړي او راشد خان او نور احمد یو مقابل لوبغاړی وسوځاوه. همد اراز، د هانک کانګ دوه لوبغاړي رن اوټ شول.
په اسیا جام کې د افغانستان په شمول ټولې اته بولډلې لوبېږي او افغانستان به په بي ګروپ کې دوې نورې لوبې له بنګلدیش او سریلانکا سره کوي.