اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې یو ماشوم چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ تښتول شوی و، په مرموز ډول وژل شوی دی.
یوې سرچینې وویل، چې وژل شوی ماشوم اویس نومېده او تېره ورځ (سې شنبه، ۱۸ د وږي) سهار مهال د ناړۍ ولسوالۍ په «سونګلۍ» سیمه کې یې جسد موندل شوی.
سرچینه زیاتوي، دا ماشوم د ډبرو په وسیله وژل شوی او پر بدن یې د سختې ربړونې نښې لیدل شوي.
د سرچینې په وینا، چې وژل شوي ماشوم د ناړۍ ولسوالۍ په بازار کې پخې وریجې پلورلې، له همدې ځایه تښتول شوی و او پلار یې د بایسکل جوړونې مستري دی.
تر اوسه د دغه ماشوم د مرموزې وژنې لامل او د عاملینو په تړاو جزیات نه دي په ډاګه شوي.
کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو هم د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.
په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د مرموزو وژنو، تښتونو، وسله والو غلاوو او ناامنیو ګراف لوړ شوی چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړي او د مخنیوي په برخه کې یې د طالبانو حکومت پر بې کفایتۍ تورنوي.