close

زابل کې یوې ځوانې نجلۍ د جبري نکاح له امله زهر خوړلي

اطلاعات روز: زابل کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز کلات ښار کې یوې ۲۱ کلنې نجلۍ د «زهرو» په خوړلو سره ځان وژلی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغې نجلۍ پرون (سې شنبه، ۱۸ د وږي) ماسپښین مهال د کلات ښار د دویمې ناحیې اړوند «نمرو» کلي کې د جبري نکاح له امله خپل ژوند پای ته رسولی دی.

سرچينه زیاتوي، چې ياده ۲۱ کلنه پیغله يوه اوونۍ مخکې خپل پلار د دې د خوښې پرته بل کس ته په نکاح کړې وه، چې له همدې کبله یې زهر خوړلي او مړه شوې ده.

د سرچينې په وینا، چې د يادې کورنۍ غړي اصلي د زابل د نوبهار ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

ځایي طالبانو تر اوسه د دغې پيښې په اړه څه نه دي ويلي.

ياده پيښه داسې مهال کېږي چې نن د سپټمبر مياشتې ۱۰مه د ځان وژنې پيښو د مخنيوي د نړيوالې ورځې سره برابره ده.