اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر خپلمنځې نښته کې دوه کسان وژل شوي دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه نن (چهارشنبه، ۱۹ د وږي) سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د روداتو ولسوالۍ اړوند «غلجیانو» کلې کې د دوو ورونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره په یاده سیمه کې لومړی دوو ورونو د ځمکې پر سر لفظي شخړه کړې او بیا یو ورور پر بل ورور او وراره ډزې کړي چې پر مهال یې دواړه وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي، خو دوی یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
تر دې وړاندې هم وختناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکې یا نورو کورنیو مسایلو پر سر شخړې شوي چې له کبله یې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.