اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د رسنیو له دفتره نن (پنجشنبه، ۲۰ د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان الينګار ولسوالۍ کې د دې ډلې د ابتدائیه محکمې د حکم پر بنسټ په دُرو وهل شوي دي.
خبرپاڼه کې د دې کسانو جرم له کوره تېښته بلل شوې او ویل شوي، چې دا کسان په ۷-۷ کاله تتفیذي بند او ۳۹-۳۹ دُرو محکوم شوي دي.
د دغو کسانو د هویت په اړه څه ویل شوي نه دي.
طالبانو تېره اوونۍ هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پنځو ښځو په ګډون ۲۳ کسان عام محضر کې د بېلابېلو جرمونو په تور مجازات کړي او ځېنې یې په بند هم محکوم کړي دي.