اطلاعات روز: د طالبانو د شمېرو له مخې، پرون (چهارشنبه، ۱۹ د وږي) له پاکستان او ایران څخه دوه زره او ۵۶۴ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
د باختر خبري اژانس د شمېرو له مخې، یو زرو او ۹۹۸ کورنۍ له پاکستان څخه د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارو او ۵۶۶ کورنۍ له ایران څخه د اسلام کلا او ابریشم پُل له لارو افغانستان ته راغلې دي.
د دې شمېرو له مخې، د دغو راستنېدونکو ډېری یې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي. دا بهیر د روانې میاشتې له پیل راهیسې زیات شوی دی.
پاکستان پلان لري چې یو میلیون کډوال له خپل هیواد څخه وباسي.
له ایران څخه د کډوالو د ایستلو او راستنیدو پروسه هم روانه ده، که څه هم په دې وروستیو کې ورو شوې ده.
ایراني چارواکي وايي، چې له دې هیواده باید د کال تر پایه ۸۰۰زره کسان ووځي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، سږ کال له ۲.۳ میلیون څخه ډیر کډوال له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.