اطلاعات روز: په هلمند او کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې دوه ماشومان تر تښتول کیدو وروسته وژل شوي دي.
هلمند کې سرچینې وایي، چې انسان تښتوونکو د دې ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د زبیر احمد په نوم یو ۱۵ کلن ماشوم تښتولی او د همدې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یې وژلی دی.
د زبیر احمد یو نږدې خپلوان وایي، چې نوموړی په لښکرګاه ښار کې د بُست خصوصي ښوونځي زدهکوونکی و او لس ورځې وړاندې کور ته پر لار اختطاف شوی او تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۹ د وږي) یې جسد د سنګین ولسوالۍ په یوه څاه کې موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې انسان تښتوونکو د وژل شوي ماشوم له کورنۍ څخه په ټاکلې موده کې ۱۵۰زره ډالر غوښتي وو، خو کورنۍ یې د دغه شمیر ډالرو د ورکړې توان نه درلود او له کبله یې انسان تښتوونکو زبیر وژلی دی.
سرچینې وایي، چې د وژل شوي ماشوم پلار عبدالخالق نومېږي او په لښکرګاه ښار کې شخصي کاروبار لري.
هلمند کې د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه راز کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د ښار په اومه امنیتي حوزه کې هم د محمد په نوم یو ۱۲ کلن ماشوم تر اختطاف وروسته وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې دغه ماشوم څو ورځې وړاندې د اوومې حوزې اړوند سیمه کې کورته پر لار تښتول شوی او د تېرې سې شنبې ورځ یې جسد د یادې سیمې د اتحاد جامه جومات ترڅنګ په یوه څاه کې موندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، چې د وژل شوي ماشوم پلار د کندهار ښار په منډوي کې شخصي کاروبار لري او د همدې ښار په اوومه ناحیه کې ژونده کوي.
کندهار کې د طالبانو مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په هلمند او کندهار کې بیا عام خلک وایي، چې په دې وروستیو کې دغلته جنایي پېښې زیاتې شوي او د مخنیوي په برخه کې یې طالبان په ناغیړۍ تورنوي.