close

کونړ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله دوه کسه مړه او شپږ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: کونړ کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د دوو تره زامنو تر منځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وایي چې دا پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۱۹ د وږي) د څوکۍ ولسوالۍ په «پتن» سیمه کې را منځته شوې ده.

سرچینو ویلي چې په دې پېښه کې له یوه لوري د «داود» او له بل لوري د «حضرت علي» په نومونو کسان وژل شوي او او له دواړو لورو شپږ نور کسان ژوبل شوي چې ټول د تره زامن وو.

د سرچینې په خبره، ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتیايي وضعیت په تړاو یې څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو پلار او یو زوی وژل شوي وو.