close

د روغتیا نړیوال سازمان: په زلزله ځپلو سیمو کې ۱۱ زره او ۶۰۰ تنه حاملې میندې له خطر سره مخ دي

اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ ځپلو تر منځ له ۱۱ زرو او ۶۰۰ ډېرې حاملې ښځې په موقتي پناه ځایونو کې له خطر سره مخ دي.

دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې نن (پنجشنبه،۲۰ د وږي) خپور شوی، ټینګار کړی چې شاوخوا نیم میلیونه د زلزله‌ ځپلي کسان بیړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو پر اوږو دروند بار پروت دی او د هغوی شتون روغتیایي پاملرنو ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسي لپاره حیاتي اهمیت لري.

دې سازمان تر دې وړاندې ویلي و چې په زلزله‌ ځپلو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او د طالبانو له‌خوا پر ښځو د تګ راتګ محدودیتونو روغتیایي خدماتو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی ګډوډ کړی.

د دې سازمان په وینا، ښځینه روغتیایي کارکوونکې پرته له دې چې په سیمه کې خوندي هستوګن ځای ولري، له خپل محرم سره تر څلورو ساعتونو زیات سفر کوي څو لرې پرتو غرنیو ټولنو ته ورسېږي او کله ناکله خپل ماشومان هم له ځانه سره وړي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي چې اوس مهال د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د ښځینه کارکوونکو پر فداکارۍ پورې تړاو لري څو د اړو خلکو خدمت وکړي.

خو د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، پرته له خوندي چاپېریاله به د خدمتونو ساتنه او پراختیا د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا هم ډېره ستونزمنه وي.

لس ورځې وړاندې یوې مرګونې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه. دې پېښې په کونړ ولایت کې درنې مرګ‌ ژوبلې او مالي تاوانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د وروستیو شمېرنو له مخې، په دې زلزله کې ۲ زره او ۱۶۴ تنه مړه شوي او ۳ زره او ۴۲۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په وژل شویو کې ۵۱۶ ښځې، ۴۷۶ سړي، ۵۰۹ نجونې او ۶۶۳ هلکان شامل دي.

اوچا زیاتوي چې په ټپیانو کې هم یو زر او ۸۷۵ ښځې او یو زر او ۵۵۳ سړي شامل دي.

د اوچا د راپور له مخې، د دې زلزلې له امله ۵ زره او ۹۵۰ کورونه ویجاړ شوي او ۱ زره او ۱۹۵ نور کورونه زیانمن شوي دي.

اوچا ویلي چې د څلورو کلیو د څېړنې بهیر لا هم روان دی او کېدای شي د تلفاتو شمېر زیات شي.

تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی و چې د زلزلې له امله یوازې په کونړ کې ۲ زره او ۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳ زره او ۶۴۰ تنه ټپیان شوي دي.