اطلاعات روز: له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو په دوام طالبانو اعلان کړی چې پرون (پنجشنبه، ۲۰ د وږي) یو زر او ۶۸۷ کورنۍ افغانستان ته راغلې دي.
د باختر دولتي اژانس له راپور سره سم چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، یو زر او ۱۵۰ کورنۍ د تورخم او ۱۸۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارې له پاکستانه راستنې شوې دي.
دې رسنۍ ویلي چې همدا راز ۳۲۸ کورنۍ د اسلام کلا او ۳۵ نورې کورنۍ د پل ابریشم له لارې له ایرانه افغانستان ته راغلې دي.
ایران او پاکستان د روان کال پر مهال د افغان کډوالو د شړلو لړۍ تېزه کړې او هره ورځ په زرګونو کډوال وباسي.
د ملګرو ملتونو د سازمان له شمېرو سره سم، سږ کال له ایران او پاکستان څخه ۲.۳ میلیون کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.