close
عکس: UNAMA/Fardin Waezi

د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارمندانو پر ننوتلو بندیز؛ یوناما د دې بندیز لغو کېدل غوښتي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر د دې سازمان کارځاونو ته د ښځینه کارمندانو پر ورتګ بندیز تایید کړی دی او له طالبانو یې غوښتي چې دا بندیز ختم کړي.

یوناما نن (پنجشنبه، ۲۰ د وږي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سپټمبر پر اوومه طالب ځواکونو په کابل کې د ملګرو ملتونو کار ځای ته د ښځینه کارمندانو د ورتګ مخه ونیوله.

د یوناما په وینا، دا بندیز په ټول هیواد کې د ملګرو ملتونو ساحوي دفترونو ته په لیکلې او شفاهي بڼه پراخ کړی دی.

یوناما ویلي چې په کابل، هرات او مزار شریف کې د ملګرو ملتونو د دفترونو په دروازو کې طالب ځواکونه مېشت دي او د ښځینه کارمندانو د ننوتلو مخنیوی کوي.

د ملګرو ملتونو دفرت د طالبانو دا بندیزونه «اندېښمنوونکي» بللي دي.

دې دفتر ویلي چې زلزله ځپلو او راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره طالبانو د ملګرو ملتونو د کارمندانو پر سفر هم بندیز لګولی دی.

یوناما ویلي چې اوس مهال د طالبانو له چارواکو سره خبرې کوي او د افغانستان خلګو ته د حیاتي مرستو رسولو لپاره د دې بندیز د ژر تر ژره لغو کېدو غوښتنه کوي.

دې دفتر ویلي چې د طالبانو اقدامات د دې ډلې او د ملګرو ملتونو د دفتر تر منځ پخواني اقدامات له پامه غورځوي او زلزله ځپلو او راستنېدونکو ته د مهمو بشرپالو مرستو رسول له خطر سره مخ کوي.

دې بنسټ ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د کارمندانو پر تګ بندیز او د دې سازمان د فعالیتونو په وړاندې خنډونه جوړول د ملګرو ملتونو د کارمندانو د امتیازاتو او مصوونیتونو په تړاو د نړیوالو قوانینو نقض دی.

طالبانو درې کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د دفترونو په شمول په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او تر دې وړاندې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ ورځ ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې وې.

مګر له دې بندیز سره-سره ښځو د ملګرو ملتونو په بنسټونو او یو شمېر مرستندویه ادارو کې کار کاوه.