اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچينې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مدیر شبیر احمد له خپل کوچني زوی سره په یوه چاودنه کې وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.
سرچینه وايي، دا پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۱ د وږي) غرمه مهال د هغه په کور کې را منځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، ياده پېښه هغه مهال را منځته شوې چې نوموړي د خپل کور په خونه کې چاودېدونکي توکي له یوه ځایه بل ځای ته پورته کول چې له امله یې د هاوان مرمۍ چاودنه کړې.
سرچینو زیاته کړې چې په دې پېښه کې د طالبانو د استخباراتو مدیر زوی ځای پر ځای مړ او هغه خپله د ژورو ټپونو له امله د کونړ په ولایتي روغتون کې ساه ورکړې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې شبیر احمد اصلاً د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکی و او بیا ځلې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د شیګل ولسوالۍ لپاره د دغۍ ډلې د استخباراتو مدیر په توګه پر دنده بوخت و.
تر اوسه د دغې پېښې په تړاو کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د طالبانو زیات شمیر غړو لا هم په خپلو کورونو کې چاودیدونکي توکي ساتلي او ډیر کله د همدې توکو د چاودنو له امله ځان او یا هم د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي. د طالبانو حکومت بیا تر اوسه د دغه توکو د راټولولو په موخه کوم ګام نه دی پورته کړی.