close

ننګرهار کې یوې ۲۶ کلنې مېرمنې ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یوې ښځې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی او مړه شوې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۴ د وږي) د سره رود ولسوالۍ اړوند «موي مبارک» سیمه کې شوې.

هغه زیاتوي، یادې مېرمن ۲۶ کاله عمر درلود او د سره رود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه، چې د کورنۍ تاوترېخوالي له کبله یې ځان وژنه کړې او دوی هم د یادې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

دا په داسې مهال ده، چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې ورته پېښې شوي چې مسوولانو یې لاملونه کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې، په بدو او کم عمرۍ کې د نجونو ودول، جبري نکاح، بې‌وزلي او رواني او عصبي ناروغۍ بللي دي.